تازه خبرونه

چابهار د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ډېر اړین بندر دی- د سوداګرۍ خونه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ خونې مسوولین د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ  لپاره د چابهاربندر خورا مهم بولي؛ خو اندېښنه ښیي، چې که پر ایران د امریکا په بندیزونو کې د چابهار پروژه زیانمنه شي، نو افغانستان به هم له اقتصادي پلوه زیان وویني.

پر ایران د امریکا د دوه یم پړاو د بندیزونو په لړ کې د افغانستان خصوصي سکتور اندېښمن شوی او وايي، چې ښايي امریکا په خپلو بندیزونو کې د چابهار بندر هم شامل کړي.

افغانستان او هند د چابهار په بندر کې په ګډ‌ه یو سل و اویا میلیون دالر پانګونه کړې ده.

د خصوصي سکتور مسوولین وايي؛ افغان حکومت باید امریکا ته قناعت ورکړي، چې د چابهار بندر په خپلو بندیزونو کې شامل نکړي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال احمد توفیق داوري وایي: زمونږ غوښتنه له حکومت څخه داده، چې د هندوستان په څېر له امریکا څخه د چابهار بندر د پرانستي پاتې کیدو غوښتنه وکړي. افغان حکومت باید له امریکا سره د افغانستان د اقتصادي ګټو د مدیریت په اړه بحث تر سره کړي.

د اقتصادي چارو ځینې کارو پوهان بیا پدې باور دي، چي د افغانستان لپاره د چابهار بندر یو اقتصادي دهلیز دی.

د اقتصادي چارو کارپوه آذرخش حافظي وایي، چې: د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې بیخي زیاتې دي او چابهار د راتلونکي لپاره یوه موضوع ده. دمګړۍ مونږ د منځنۍ آسیا، بندرعباس او کراچي له لارې ترانزیتي سوداګري لرو. د چابهار له لارې یوازې د هند غنم راغلي؛ خو چابهار اوس هم رغول شوی ندی، فکر کوم، چې دومره به مهم هم نه وي.

د چابهاربندر په اړه بیا د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څه نه وايي؛ خو څرګندوي، چې افغانستان توانیدلی په تېرو څلور کلونو کې د سیمې د ترانزیت د یوې اړینې لارې په تو ګه ځان ثابت کړي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي: مونږ توانیدلي یو، چې له منځني آسیا او نورو ګاونډ هېوادونو سره نه یوازې هوایي دهلیزونه، بلکې ښې سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې هم ولرو او  بریالي شوي هم یو.

د جنوبي آسیا لپاره د امریکا ځانکړې استازې له افغان ولسمشر سره د لیده کاته پر مهال پر چابهار بندر هم متمرکزه وه؛ خو اوس یې هم په اړه معلومات له رسنیو سره ندي شریک شوي.

د یادوڼې وړده، چي پدې وروستیو کې د هند بهرنیو چارو وزارت ځینو غړیو هم ویلي، چې د چابهار له لارې به له افغانستان او منځنۍ آسیا سره خپله سوداګري پراخه کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version