تازه خبرونه
چارواکو د انګیزې کورنۍ ته د ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ولسمشر او د اجراییه رییس خپل د ډاډ ګیرنې مراتب د ننګرهار د ولایتي شورا غړې انګیزې شینوارې کورنۍ ته وړاندې کړل.
انګیزه شینوارۍ تېرهسه شنبه په جلال اباد کې د هغه مقناطیسي ماین د چاودنې له امله چې په موټر یې نښلول شوی و لومړی ټپي او تېره شپه یې د کابل په سردارمحمد داوود خان روغتون کې تر څو ورځې بستر ورسته ساه ورکړه.
د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیې کې د نوموړې له زړورتیا څخه ستاینه شوې ده.
په ورته وخت کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په لومړنی غونډه کې خپل د تسلیت او غم شریکي پیغام د نوموړې له کورنۍ او دوستانو سره یې شریک کړل.