تازه خبرونه

چارواکي او عام هېوادوال دې له اجازې پرته د وسلو له ساتنې او لېږد – رالېږد دده وکړي

کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ د ټولو سپکو او درندو وسلو د ګرځولو لپاره پخواني جوازونه، استعلامونه، مکتوبونه او خطونه لغو اعلان شوي او د باور وړ ندي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۰, ۱۴۰۳

د اسلامي امارت د رهبر د ۵ سوه نولسمې ګڼې حکم له مخې؛ د چارسمبالي حکومت ټول مسوولان، مجاهدین، منسوبین او عام هېوادوال اړ دي، چې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درندو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد – رالېږد څخه ډډه وکړي.

کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ د ټولو سپکو او درندو وسلو د ګرځولو لپاره پخواني جوازونه، استعلامونه، مکتوبونه او خطونه لغو اعلان شوي او د باور وړ ندي.

کورنیو چارو وزارت وایي؛ نوي جوازونه د جرمونو د کشف او پر وړاندې یې د مبارزې ریاست د ډایاک مدیریت لخوا وېشل کیږي.

یاد وزارت ویلي؛ د اسلامي امارت د رهبر د ۱۲۵۹ ګڼې حکم له مخې: د موټرو د تورو ښېښو او پردو لپاره هم جوازونه د همدې مدیریت لخوا ویشل کیږي او له جواز پرته حکومتي او ملکي وګړي د تورو ښېښو او پردو لرونکیو موټرو د ګرځولو اجازه نلري.

ویل کیږي، چې ټولو ملکي ادارو، ملي سوداګرو، صرافانو او عامو هېوادوالو د وسایطو پر ښېښو د تورو پردو د لګولو لپاره دې قانوني جوازونه د کورنیو چارو وزارت له ډایاک مدیریت څخه ترلاسه کړي.

د یادونې ده، چې د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست برحاله منسوبین، چې د اسلامي امارت د پورته یاد شویو ګڼو حکمونو له مخې پر شرایطو برابر وي؛ د خپلو ادارو له لورې ورته جوازونه چاپ او وېشل کيږي.

Trending

Exit mobile version