تازه خبرونه

چارواکو د قدرت ساتلو او غزولو لپاره قوانین جوړ کړي- روڼ اندي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بلخ ولایت یو شمېر روڼ اندي وايي، چې په افغانستان کې چارواکو د قدرت ساتلو او غزولو لپاره قوانین جوړ کړي دي.

په بلخ ولایت کې د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ(تیفا) او آریانا نیوز پر ملاتړ یو شمېر ځوانانو د را روانو ټاکنو په مخکې د پرتو ستونزو پر اوارولو خبرې کړې دي.

دوی وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د شفافیت لپاره په کار ده، چې قانون پلی او د قانون د واکمنۍ لپاره مدني حرکتونه پیل شي.  

بحث زاد نومی ګډونوال وایي، چې زه د یو ځوان په توګه د یو قاطع حکومت هیله من یم او غواړم، چې په راروانو ټاکنو کې د خپلې خوښې سړی وټاکم.

مدني فعال نجیب پیکان ويلي: اړتیاده، چې سره راټول شو او پر ځان د قانون منلو فرهنګ واکمن کړو.

دوی دا ټينګار هم کوي، چې که قانون ته درناوی ونشي؛ نو را روانې ولسمشریزې ټاکنې به په هېواد کې بحران رامنځته کړي.

د پوهنتون استاده ماریا رهین څرګندوي، چې پټې سیمه ییزې لیدنې هم کولی شي؛ ټاکنې له خطر سره مخ او راتلونکي افغانستان ته ستونزې راجوړې کړي.  

سیاسي کارپوه عبدالرووف توانا په ډاګه کړې، چې د آزادۍ، خپلواکۍ او ملي مشر نشتوالی دا معنا لري، چې هېواد مو د نورو په واک کې دی. حکومت باید له مشروع لارې رامنځته شي، چې د قانون په پلي کولو کې کار وکړي.

په افغانستان کې د قانون د کمزورې واکمنۍ او توپیري چلند په اړه د خلکو نیوکې څه نوې خبره نده. په تازه مورد کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ولسمشریزو ټاکنو ځنډول هم له اساسي قانون ښکاره سرغړونه وښودل شوه.

دغه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ولسي جرګې ټاکنې له څو کلن ځنډ وروسته تر سره شوې؛ خو ولسمشریزې ټاکنې مو له درې میاشتني ځنډ پر لوري روانې دي.

Trending

Exit mobile version