تازه خبرونه

چا چې د جلریز په پیښه کې بې پروایي کړې، جدي چلند به ورسره وشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرايي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي؛ له هغو کسانو سره به جدي چلند وکړي چې د وردګو د جلریزو ولسوالۍ په خونړۍ پیښه کې یې غفلت کړی دی.

ښاغلی عبدالله دا مني چې په دغه پېښه کې له سیمه ایزو پولیسو سره نورو ځواکونو هیڅ مرسته نده کړې.

ده په ټولو امنیتي ارګانونو غږ وکړ چې له وسلوالو طالبانو سره د جګړې لپاره د سیمه ایزو پولیسو ملا وتړي.

د وردګو په جلریز ولسوالۍ کې په سیمه ایزو پولیسو د وسلوالو طالبانو خونړي برید د اجرايي ریاست اندېښنه هم را پارولې ده.

خپلو هیوادوالو ته دا ډاډ ورکوو چې د هر هغه چا د ځان او برخلیک په اړه به چې د دې خاورې څخه د دفاع په حال کې دي، بې تفاوتي ونه شي او په ترسره شوې پیښه کې له له هغه چا سره به چې په خپله دنده کې یې بې پروایي کړې، جدي چلند به وشي.

نوموړی د جلریز پېښه د پوښتنې وړ بولي. دی وايي چې سیمه ایز پولیس په زیاترو ولایتونو کې د جګړې په لومړې کرښه کې جنګیږي او نور ځواکونه یې باید ملاتړ وکړي:

په ډيری ځایونو کې سیمه ییز پولیس د دفاع په لومړۍ کرښه کې دي نو ټول امنیتي ځواکونه مکلف دي چې له دوی سره هماهنګي ولري؛ کومه پیښه چې ترسره شوي، لیدل کیږي چې مرسته نه ده شوې.

ولسمشر اشرف غني هم په جلریز کې د وسلوالو طالبانو لخوا د سیمه ایزو پولیسو مړو ته بې حرمتي، جنګي جنایت بللی او د پېښې د څیړنې لپاره یې پلاوي ته دنده سپارلي ده. مشرانو جرګې هم د همدې پېښې په غبرګون کې د اعتراض په توګه تر چارشنبې پورې د جرګې دروازې تړلي دي.

Trending

Exit mobile version