تازه خبرونه
چهاربولک ولسوالۍ کې لسګونه مخالف وسله وال مړه او ټپيان دي
د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې شپږ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
امنیتي مسولین وایي، وسله والو طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ پر ځینو سیمو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو له لوري دفع شوي دي. د بلخ په چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې عملیات پیل شوي او اوس هم دوام لري.
د لوی اختر په را رسېدو سره په بلخ کې د وسله والو طالبانو بریدونو هم زور اخیستی. وسله والو طالبانو د شنبې په شپه د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
په ياده نښته کې شپږ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. امنیتي مسولینو د چمتال او چهاربولک په ولسوالیو کې د تصفیوي عملیاتو د پیل خبر ورکړ.
د بلخ ولايت د پوليسو وياند شيرجان درانی ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونه شنډ کړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو له پاره امنیت تامینوي.