سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې څلورميليون جريبه ځمكه د زور واكانو له خوا غصب شوې – رحيمى
د كرنې وزيروايي:
يوازې د غاصبينو د نوم افشا كول د حل لاره نه ده، بلكې د ځمكې له مافيا سره بايد قانوني چلن وشي.
گل احمد اعظمي د مشرانو جرگې غړى وايي:
ډېرې ځمكې او دولتي ملكيتونه د لوړ پوړيو دولتي چارواكو له خوا غصب شوي دي .
كابل ښاروال محمد يونس نو انديش وايي:
په دې ښاركې د خپلسرو ودانيو د جوړيدو په مخنيوي كې پاتې راغلى يم.
د افغانستان د كرنې وزيراو كابل ښاروال د يكشنبې په ورځ (د وږي په ۲۷) مشرانو جرگې عمومي غونډې ته وربلل شوي وه او د ځمكې د غصب او مافيا په اړه يې د سناتورانو پوښتنوته ځواب ووايه .
د مشرانو جرگې غړى گل احمد اعظمي وايي:
تېر لس كاله په كابل او ولايتونو كې دولتي ځمكه په پراخه توگه غصب شوې او يو شمېر دولتي چارواكي د ځمكې له مافيا سره گډ شوي دي.
د كرنې وزير محمد آصف رحيمي وايي:
په ټول هېواد كې څلورميليون جريبه ځمكه د زور واكانو له خوا غصب شوې، چې ډېرغاصبين د ملكيتونو اسناد هم لري.
هغه وايي، چې:
په تېرو اته مياشتو كې د ځمكو د غصب ۷۰۰ دوسيې د افغانستان د ځمكو ادارې ته رسيدلې او ۴۴ زره هكتاره ځمكه بېرته دولت ته سپارل شوې ده.
په داسې حال كې، چې يو شمېرسناتوران وايي:
د ځمكې د غاصبانو نومونه دې افشا شي، خو د كرنې وزير يې د نوم له ښودلو ډډه كوي .
رحيمي وايي:
د ځمكې د غاصبينو يو ليست شته، چې افشا كول يې ډېرې څېړنې ته اړتيا لري .
كابل ښاروال په كابل ښاركې د زور واكانو له خوا د دولتي ځمكو د غصبولو او خپل سرو ودانيو پرجوړلو اندېښنه ښيي او وايي:
دا اداره نه شي كولى د دې ودانيو د جوړيدو مخه ونيسي .
د كابل ښاروال په وينا:
دې ادارې غوښتي، چې له پوليسو څخه په استفاده د يو شمېرخپلسرو ودانيو د جوړيدو، چې د ښار امنيت ته گواښ دى مخه ونيسي خو بيا هم نه دى بريالى شوى