سیمه ییز خبرونه

چين، پاكستان او روسيې د افغانستان په اړه گډه غونډه كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د چين بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې ناسته كې دغو هېوادونو په سيمه كې د امنيت او ثبات ټينگښت د افغانستان له حالاتو سره تړلى او دا ناسته يې د افغانستان او سيمې په ثبات كې اغېزمنه گڼلي ده.

افغان كارپوهان وايي، چې دا درې هېوادونه په افغانستان كې د خپل ځاى د پيداكولو په لټه كې دي؛ خو زياتوي:

د مشخصو موخو لپاره د دغو هېوادونو په كچه د غونډو جوړول اغېزنه لري .

د چين، پاكستان او روسيې گډه غونډه د چهارشنبې په ورځ(د وري۱۳) د چين په پلازمېنه پيكنگ كې جوړه شوه، چې د دغو هېوادونو ديپلوماتانو په كې گډون كړى دى.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو په ډاگه كړې، چې

چين، روسيه او پاكستان د افغانستان گاونډ هېوادونه دي او په افغانستان او سيمه كې  د سولې او ثبات د ټينگښت لپاره له هڅو او په دې هېواد كې د روغې جوړې له بهير څخه يې د ملاتړ هوكړه كړې ده .

له ډېرو هڅو سره سره ونه توانيدو، چې په دې اړه د افغانستنان د بهرنيو چارو وزارت نظرواخلو؛ خو سياسي كارپوهان ميراحمد جوينده او صديق الله توحيدي دا ناسته له ۲۰۱۴م كال وروسته په افغانستان كې د خپلې پښې له پاره د ځاى د موندلو هڅې گڼي.

د ۱۳۹۱ل كال د ليندۍ په مياشت كې هم  دغو هېوادونو په اسلام آباد كې د افغانستان په اړه دې ته ورته غونډه كړې وه، چې تراوسه يې د افغانستان اغېز نه احساسيږي.

Trending

Exit mobile version