سیمه ییز خبرونه
چينايي شركت د لوگر د مس او عينك كان پر تړون د بيا كتنې غوښتنه وكړه
د كانونو او پتروليم وزارت چارواكي وايي، ام سي سي چينايي شركت د لوگر د عينك د مسو كان په تړون له سره كتنه غواړي. دې شركت وړانديز كړى، چې د تړون څلورمهمې مادې دې حذف شي.
افغان حكومت د افغانستان د كانونو د كيندلو لپاره له ځينو بهرنيو شركتونو سره تړنونه لاسليك كړي دي. دا بهير په ۲۰۰۸م كال كې عملا چينايي شركت ام سي سي ته د لوگر د عينك د مسو كان د كيندلو د تړون له سپارل كيدو سره سم پيل شو او ور پسې د لسگونه سترو، كوچنيو او منځنيو كانونو د كيندلو تړونونه له هندي، كاناډايي او چينايي شركتونو سره وشول.
د كانونو او پتروليم وزارت وياند محمد رفيع رفيق صديقي وايي، ام سي سي شركت نه غواړي خپلې ژمنې عملي كړي.
ښاغلى رفيقي وايي، افغانستان هڅه كوي، چې دا ستونزه حل شي او ام سي سي شركت خپلې ټولې ژمنې عملي كړي.
مخكې له دې د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې د كانونو او پتروليم پر وزارت د سختو نيوكو ترڅنګ ويلي ول، چې يو بل چينايي شركت، چې د سرپل د تېلو د كان كيندنې تړون ور سره شوى، د خپلو ژمنو خلاف تر اوسه په افغانستان كې د نفتي توكو چاڼ دستگاه نه ده جوړه كړې.
مسولين وايي، همدې څلورو مادو ام سي سي شركت ته د دې زمينه برابره كړه، چې د عينك د مسو كان د كيندنې تړون وگټي.
افغانستان هڅه كوي، چې دا ستونزه حل شي او د قانون له مخې گتونكى شركت د قانون ټول موارد تطبيق كړي.