انځوريز خبرونه
چين به د افغانستان په باب د استامبول د څلورمې ناستې كوربه وي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، د استامبول ناسته د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهير څخه ملاتړ كوي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى دا ناسته د افغانستان د سولې د بهير د پرمختګ لپاره ګټوره بولي، نوموړى وايي:
د استامبول په ناسته كې به د ترهګرۍ سره پر مبارزې، د امنيت په ټينګښت، او له نشه يې توكو سره د جدي مبارزې په باب بحث كېږي.
له بلې خوا د نړيوالو اړيكو كارپوه سردار محمد رحيمي او سياسي كارپوه علي اميري بيا په دې باور دي، چې د سيمې په هېوادونو كې دومره توان نشته، چې په افغانستان كې د سولې له بهير سره رغنده مرسته وكړاى شي.
په پام كې ده، چې د استامبول څلورمه ناسته به د روان ميلادي كال په اګست كې د چين په تيانجن ښار كې جوړه شي.