تازه خبرونه
چين مولوي عبدالکبیر ته په ټرانس – هیماليا ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د چارشنبې پر ورځ ( د غویی شپږویشتمه ) د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبید سره په کتنه کې هغه ته بلنه ورکړه، چې په ټرانس – هیمالیا فورم په غونډه کې ګډون وکړي.
په دې کتنه کې لومړی د چین سفیر له اسلامي امارت سره د خپل هېواد پر همکاریو ټینګار څرګند کړ او څرګندوي، چې د دواړو لوریو همکاري او متقابلې اړیکې د ستونزو په حل کې مرسته کولی شي.
ژاو شينګ ویلي؛ د چين ولسي جمهوريت په نړيوالو غونډو او په ځانګړي توګه د امنيت شورا په غونډو کې د اسلامي امارت د دريځ ملاتړ کوي او له اسلامي امارت سره خپلو همکاريو ته ژمن دی.
د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین د خلکو جمهوریت له همکاریو مننه کړې او وایي، چې اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه امنیت او ثبات ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د سیمهییزو مسایلو، ثبات او پرمختګ په برخه کې فعال رول ولوبوي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د چین همکاري او د اسلامي امارت له دریځ څخه د بیجینګ ملاتړ د افغانستان د خلکو په ګټه وباله او څرګندوي، چې د چین همکاري کولی شي په هېواد کې مثبت بدلونونه او اقتصادي وده رامنځته کړي.
