لوبی
چين په ژمني اولمپيک لوبو کې د سرو زرو لومړی مډال وګاټه
د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو په لومړۍ ورځ چين د سرو زرو مډال وګاټه او وو داجينګ پيټرو د لنډې لارې د سرعت سکيټينګ په سيالۍ کې د سرو زرو مډال تر غاړې کړ.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې، د ژمني المپیک لوبو مراسم د چین په بېجینګ کې د جمعې پر ورځ د فبرورۍ پر ۴ پیل او تر ۲۰ به روانې وي.
د شنبې پر ورځ سیالۍ پر رسمي بڼه پيل شوې او نن هم ورزشکارانو په بېلابېلو څانګو کې سيالۍ وکړې.
له چينايي ورزشکارانو وروسته ايټالوي ورزشکار دوه يم شو او د هنګري ورزشکار د برونزو مډال وګاټه.
چین د خپل لوی کوربتوب او د لوبغاړیو د کاروانونو د هڅونو تر څنګ د دغو سیالیو د بریاوو یو لوی نوماند هم دی.
