تازه خبرونه

چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه وتلو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۸, ۱۳۹۹)

افغانستان، چین او پاکستان له افغانستان څخه د ائتلافي ځواکونو د مسوولانه وتلو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د تروریزم له بیا ژوندي کیدو مخنیوی وشي.

د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ د ستراتیژیکو خبرو اترو په لړ کې درې واړو هېوادونو څرګنده کړې: “درې واړو لوریو د تروریزم، امنیتي همکارۍ ، د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ او نورو تروریستي ډلو پروړاندې مبارزه، چې ګډ امنیت ګواښي د پیاوړي کولو هوکړه وکړه.

د خبرو اترو درېیم پړاو د چین د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال لوو ژایووي په مشرۍ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال میرویس ناب او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د منشي سهيل محمود په ګډون ترسره شوه.

پدې خبرو کې د کوویډ – 19 ویروس په خپریدو هم خبرې وشوې.

همدارنګه د دغې اعلامیې له مخې؛ درې واړو خواوو هوکړه وکړه، چې د کرونا ویروس په وړاندې به ګډه مبارزه کې همکاري کوي، له نړیوالې ټولنې به وغواړي، چې په ګډه د تبعیض مخه ونیسي، د کرونا  پروړاندې د نړیوال غبرګون په همغږۍ کې د روغتیا له نړیوالې ټولنې دریځ روښانه کړي، چې په سیمه او نړۍ کې د دې ویروس څارنه پیاوړې شي.

په اعلامیه کې راغلي؛ چین او پاکستان د افغان حکومت او اړوندو خواوو د هڅو ستاینه کوي، چې د بندیانو چټکې تبادلې، خپلمنځی خبرو ته لار اواروي او د تاوتریخوالي کمولو او بشردوستانه اوربند غوښتنه کوي.

د اعلامیې له مخې: چین او پاکستان د افغانستان تر مشرۍ لاندې د سولې په بهیر کې د افغانستان له حکومت سره پر همکارۍ ټینګار کوي. دغه راز له ۲۰۰۱ کال څخه د پیل شویو لاسته راوړنو ملاتړ کوي او (چین او پاکستان) په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو ته سترګې پر لاره دي.

دغه راز ټینګار شوی، چې چین به د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په جوړولو کې هم رغنده رول ولوبوي.

دوی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو منظم، مسوولانه او مشروط ایستلو غوښتنه وکړه، چې د ترهګرو د احتمالي بیا راژوندي کیدو مخنیوی پرې وشي.

Trending

Exit mobile version