ساینس او ​​ټیکنالوژي

چینايي هکران د جرمني پر تخنیکي او درمل جوړوونکیو شرکتونو برید کوي

Published

on

د آلمان د اساسي قانون د ساتنې فډرالي دفتر د چارشنبې پر ورځ د چین هیکران تورن کړي، چې له اوږده وخت راپدیخوا یې د دې هېواد د درملو او ټکنالوژۍ شرکتونو ته زیان رسول پیل کړي دي.

سرچینې څرګنده کړې؛ هیکران ممکن د پیرودونکیو خدماتي شبکو ته پر ننوتلو سربېره د سوداګریزو رازونو او فکري ملکیتونو د غلا کولو لپاره اړوند شرکتونو ته نفوذ وکړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ یادې سرچینې د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د کلني اساسي قانون د ساتنې په راپور کې د دې ډلې لنډ نوم ای پي ټي – ۲۷ په ګوته کړی او د چینایي هیکرانو د یوې ډلې مستعار نوم دی، چې د لېږدنی پانډا هم پېژندل کیږي. ویل کیږي، چې بهرني سفارتونه او مهم سکتورونه تر برید لاندې نیسي.

تېر کال امریکا او متحدینو یې پر چین تور ولګاوه، چې نړیوال سایبري کمپاین یې ترسره کړی؛ خو چین دا تور رد کړی و.

Trending

Exit mobile version