سوداگري

چینايي پانګوال له ډبرو سکرو او لمر څخه د برښنا تولید ته لیواله دي

Published

on

یو شمېر چینايي پانګوالو د اوبو او انرژۍ له وزیر سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې له ډبروسکرو او لمر څخه د انرژۍ په تولیدي برخه کې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وایي؛ د اوبو او انرژۍ وزیر له چینایي پانګوالو سره په دې وزارت کې ولیدل. چینایي پانکوالو په افغانستان کې د  ډبرو سکرو او بادي انرژي د توليد په اړه خبرې درلودې، چې په هېواد کې پانګونه تر سره کړي.  

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي  په دې وروستیو کې د چین هېواد یوه ډله پانګوالو د افغانستان د انرژۍ د تولید په سکتور کې د پانګونې لپاره  لیوالتیا ښودلې ده. 

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دوی هم له چینایي لوري سره د خپلې همکارۍ د جاري ساتلو ډاډ ورکړي.

مطیع الله عابد ویلي، چې که په افغانستان کې د خصوصي سکتورغړي د انرژي د تولید په برخه کې پانګونه وکړي؛ دوی ورسره همکارۍ ته چمتو دي.

د خصوصي سکتورغړي هم  د اوبو او انرژي  له وزارته غوښتنه کوي، چې په  هېواد کې پر ټولو هغو ظرفیتونو د پانګونې د جذب هڅه وکړي، چې تر اوسه په کې پانګونه نده شوې.

دوۍ زیاته کړې،  چې افغانستان له امنیت وروسته ډېره اړتیا انرژۍ ته لري، چې باید په دې برخه کې زیاته پاملرنه وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: زمونږ هېواد له بل هروخت څخه اوس ډېرې انرژۍ ته اړ تیا لرو. د نننۍ نړۍ ټول پرمختګونه له انرژۍ رامنځته کیږي، چې باید ټول په هېواد کې د انرژۍ د تولید لپاره له شته منابعو څخه استفاده وکړو، چې دا ملي ستونزه په بشپړه توګه حل شي.

افغانستان هرکال د انرژۍ  په برخه کې لسګونه میلیون دالره بهرنیو هېوادونو ته ورکوي.

خلک له اسلامي امارته غواړي، چې په دې برخه کې پانګونې لپاره زمینې برابرې کړي او بهرنیو هېوادونو ته د میلیونونه دالرو د تللو مخه ونیسي.    

Trending

Exit mobile version