کوید۱۹
چینایانو نوی سپوږمیز کال پر کرونا اخته قربانیانو ته د روغتیا پر دعا پیل کړ
رویترز راپور ورکړی، چې چین د یکشنبې پر ورځ د نوي سپوږمیز کال په پیل کې له خپلو هغو خلکو سره، چې تېر درې کاله یې تر ناروغۍ لاندې مړینې، فشارونه او مالي ستونزې ګاللي؛ د روغتیا او ډاډګېرنې دعا وکړه.
په بیجینګ کې له لاما عبادتځي یا معبد څخه بهر شاوخوا یو کیلومتر کتارونه وغزېدل، چې د دسمبر له پیله د کرونایي محدودیتونو له پای ته رسیدو مخکې تړلي وه؛ په زرګونه خلک خپلو عزیزانو ته د دعا کولو لپاره د وار په تمه کتار ودرېدل.
له دې مخکې چارواکو د جنورۍ له ۱۳ څخه تر ۱۹مې نېټې پورې په روغتونونو کې د کرونا له کبله د نږدې ۱۳ زره کسانو له مړینې خبر ورکړی و، چې په دې میاشت کې یا له هغې مخکې نږدې ۶۰ زره کسانو ته یې د مړینې کچه رسېدلې وه.
چینايي روغتیا پوهان وايي، چې په ټول هېواد کې د انتاناتو څپې لا دمخه لوړې شوې دي.
د چینایي چارواکو لخوا د مړینې راپور شوی شمېر هغه کسان ندي، چې په کور کې مړه شوي.
ځینو داکترانو ویلي، چې دوی د مړینې په سندونو کې د کرونا له لیکو هم ډډه کوي.
چين د جنورۍ پر ۱۴ نېټه د دسمبر له اتمې نېټې څخه د جنورۍ تر ۱۲ پورې په روغتونونو کې د کرونا له کبله د څه د پاسه ۶۰ زره کسانو له مړينې خبر ورکړ، چې د دغې ناروغۍ له پیله د ټولو مړو شويو ۵۰۰۰ کسانو څخه ډېروالی ښيي.
ځینې روغتیا پوهانو ویلي، چې سږکال به په چین کې له یو میلیون څخه ډېر خلک د دې ناروغۍ له کبله مړه شي.
بریتانیا میشت روغتیایي معلوماتو شرکت ایرفینیتي وړاندویېنه کړې، چې په دې اوونۍ کې به هره ورځ د له دې ناروغۍ د مړینې کچه ۳۶۰۰۰ ته ورسیږي.
د چين د کمونست ګوند د چارواكو د راپور له مخې، د نوي سپوږمیز كال د ۴۰ ورځني سفر په لومړيو ۱۵ ورځو كې د جنورۍ له ۷ څخه تر ۲۱ نېټې پورې شاوخوا ۱۱۰ میليون د اورګاډي مسافرينو سفرونه کړي، چې د تېر كال په پرتله ۲۸ سلنه زياتوالى ښیي.
د دولتي CCTV د راپور له مخې؛ د نوي کال په ماښام کې د ریل پټلۍ، لویو لارو، کښتیو او الوتکو له لارې ټولټال ۲۶.۲۳ میلیون سفرونه ترسره شوي، چې له ناروغۍ مخکې یې کچه نیمایي وه؛ خو د تېر کال په پرتله ۵۰.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د شنبې پر ورځ د چین د ناروغیو څارنې او مخنیوي مرکز مشر ایپیدیمولوژیست وو زونیو ویلي؛ د رخصتۍ په بهیر کې شونې ده، چې د خلکو ډلهییز حرکت د وبا ناروغي خپره کړي؛ خو په نږدې وخت کې د کرونا دوهیمه څپه امکان نلري.
وو زنیو زیاته کړې، چې په راتلونکیو دوه یا درې میاشتو کې د کرونا ویروس د راګرځېدو احتمال شته؛ ځکه، چې ۸۰ سلنه خلک پدې ناروغۍ اخته شوي دي.
له هغې وروسته، چې چين د جنورۍ پر اتمه نېټه خپلې پولې بېرته پرانيستې؛ يو شمېر چينايانو هم بهر ته د تګ راتګ سفرونه کړي دي.
رویترز راپور ورکړی، چې چین د آسیا ګرځندوی سیمو ته د چینایي سیلانیانو بېرته راستنیدو لپاره هڅې کوي، چې له وبا مخکې یې پرې ۲۵۵ میلیارد دالر لګولي دي.