تازه خبرونه

چینایي جاسوسان خپل هېواد ته ستانه شوي

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۱۷, ۱۳۹۹

د هندوستان ټایمز ورځپانې په ډاګه کړې، چې د چینه هغه جاسوسان ، چې څه وخت مخکې په کابل ښار کې نیول شوي وه؛ په یو ځانګړې الوتکه کې چین ته لېږدول شوي دي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د دغې شبکې غړي په دې شرط د افغانستان ولسمشر اشرف غني بښلي، چې چین د دغو کسانو له پټې رالیږنې بښنه وغواړي.  

په کابل کې د چینايي جاسوسانو د نیول کیدو خبرونه څو ورځې مخکې لاس په لاس شول؛ خو د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۵) د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته ومنله، چې په کابل کې یې د چینايي جاسوسانو یوه ډله نیولې.

هغه موضوع حساسه بللې او د ډېرو جزئیاتو له په ډاګه کولو یې ډه ډه کړې ده.

د ملي امنیت د څرګندونو له مخې؛ دغه چینایي شبکه تېر کال د ډسمبر پر لسمه د کابل ښار د شېرپور او څلورمې کارتې نيول شوي او ۲۳ ورځې په بند کې وساتل شول.

د چینايي جاسوسانو له نیول کیدو وروسته د افغانستان لپاره د چین د ولسمشر ځانګړی استازی کابل ته راغلی او د مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې ولیدل.

ویل کیږي، چې چین له افغان دولت څخه د جاسوسۍ پر تور د نیول شویو چینايانو د هویت پټولو غوښتنه هم کړې ده.

Trending

Exit mobile version