تازه خبرونه

چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري

Published

on

د پنجشېر اطلاعاتو او فرهنګ رياست څرګنده کړې؛ يو شمېر چينايي سوداګرو د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د اوبو ليږدونې په پروژه کې پانګونې ته ليوالتيا ښودلې ده.
 

دغه بنسټ نن (شنبه) د یوې خبرپاڼې پر خپرولو ویلي، چې دغو سوداګرو د پنجشېر له والي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې امنیت برابرېدا د هر راز پانګونې لپاره مناسب فرصت دی.

په دې کتنه کې د پنجشېر والي محمد اغا حکیم  له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او د چینايي سوداګرو له دې پرېکړې یې ملاتړ وکړ.

محمد اغا حکیم د پنجشېر په اړه د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي حل لارې چارې وستایلې او څرګندوي، چې د افغانستان د خلکو په ګټه د سلګونو پرمختیايي پروژو ترڅنګ، د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد یوه لویه ملي پروژه هم ده، چې تر کار لاندې ده.

نوموړي دغه راز په پنجشېر کې د زرګونو کانونو د ثبت په اړه هم خبرې کړي او وایي، چې په حقيقت کې د دغه ولايت په څه باندې ٥٠٠ کانونو کې د کانونو استخراج روان دى.

دا په داسې حال کې، چې: د ایران، فرانسې او امریکا یو شمېر شرکتونو د پنجشېر په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره خپل پلانونه د دغه ولایت له چارواکو سره شریک کړي دي.

Trending

Exit mobile version