ساینس او ​​ټیکنالوژي

چینایي هیکرانو د امریکا د خزانې وزارت اسناد غلا کړل

په لیک کې ویل شوي، چې هیکرانو د سایبر امنیتي خدماتو چمتوکوونکي سیسټم مات کړی او غیر محرم اسنادو ته یې لاسرسی موندلی ده.

Published

on

د چین له ملاتړه برخمنو هیکرانو د امریکا د خزانې وزارت د کمپیوټر سیسټم مات کړی او هغه محرم اسناد یې غلا کړي، چې د خزانې وزارت د کانګرس غړیو ته په یوه لیک ” لویه پیښه” یاده کړې ده.

په لیک کې ویل شوي، چې هیکرانو د سایبر امنیتي خدماتو چمتوکوونکي سیسټم مات کړی او غیر محرم اسنادو ته یې لاسرسی موندلی ده.

بیاند‌ټراسټ په خپله اوبپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې یې یوه “امنیتي پیښه” پیېندلې، چې د شرکت سافټویر پر یوې کیلۍ له لرې څخه اغېزمن شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په واشنګټن کې د چین د سفارت ویاند هم د تبصرې غوښتنې ته ځواب ندی ویلی؛ ځکه، چې بیجینګ په منظم ډول د سایبر جاسوسۍ پیښو مسوولیت ردوي.

ویل کیږي، چې دا لویه پېښه د روان کال د ډسمبر په لومړیو کې رامنځته شوې ده.

Trending

Exit mobile version