سوداگري
چینایي پانګوالو د هېواد په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه
(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۴۰۲)
د کانونو او پټرولیم وزارتچارسمبالي شهاب الدین دلاور تېره ورځ د چین هېواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې چینایي پانګوالو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال له خوښي څرګنده کړه او په ځانګړې توګه یې د مرمر ډبرو په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.
ویل کیږي، چې شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه د خبرو تر څنګ په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د دوی له لېوالتیا هرکلی وکړ او د کانونو د قانون او طرزالعمل مطابق یې ورسره د همکاريو ژمنه وکړه.