تازه خبرونه

چین افغانستان ته د بشري مرستو له رالېږلو خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۱, ۱۴۰۰)

د چین سفارت په ډاګه کړې، چې د دې هېواد له سینکیانګ څخه افغانستان ته په ریل ګاډي کې شاوخوا ۵۰۰ ټنه بشري مرستې پر لاره دي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د یکشنبې پر ورځ ټویټ کړی، چې په دې مرستو کې کروندګرو لپاره خوراکي توکي، غنم، غوړي، بوره او کرنیز ماشینونه شته دي.

وانګ یو زیاته کړې، چې په راتلونکې میاشت که به یو بل ریل ګاډی پر خوراکي توکو او غنمو بار هم افغانستان ته راوان شي.

هغه ټینګار کړی، چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته ژمن دی.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته دا هېواد  له سخت بشري ناورین سره مخ شو او نړیوالې مرستې پرې ودرېدې. ملګرو ملتونو بیا خبرداری ورکړ، چې که افغان ولس ته بشري مرستې ونه رسیږي؛ نو ۹۷ سلنه وګړي به ترې اغیزمن شي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو ټولنې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره تر ۲۰۲۲ زېږدیز کال پورې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د ۴ اعشاریه څلور میلیارډ ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو پر وردننه کولو بشپړ ټینګار هم څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version