سوداگري

چین افغان سوداګرو ته د ویزې ورکولو آسانتیاوې رامنځته کوي

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې؛ په دې کتنه کې د چین استازي ویلي، چې هېواد به یې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې دغه ناسته پرون ماښام (شنبه د لړم ۱۵) تر سره شوې ده.

د بلخي د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو مسایلو، د ګډې سوداګرۍ او په ځانګړي توګه چین ته د صادراتو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي متقي له افغانستان سره د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د چین له هڅو ستاینه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې ورځې وړاندې د افغانستان او چین ترمنځ هوايي دهلیز پرانیستل شو او د جلغوزیو لومړۍ ټولګه چین ته صادره شوه.

Trending

Exit mobile version