تازه خبرونه
چین او افغانستان د افغان ډاکټرانو پر ظرفیت لوړولو او روغتیایي همکاریو خبرې وکړې
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ډاکټر قلندر عباد د سې شنبې پر ورځ ( د سلواغې درېیمه) په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره پر روغتیایي همکاریو خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د جمهوریت روغتون د بیا رغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې، د کرونا او ګوزڼ ناروغۍ د څارنې او مخنیوي په اړه خبرې وشوې.
د روغتیا وزارت چارسمبالي ډاکټر قلندر عباد د افغانستان او چېن هېواد ترمنځ اړیکې اړینې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتونکی شو.
نوموړي د افغان روغتیايي کارکوونکیو وړتیاوو لوړولو ته په نغوته ( اشاره ) کې څرګنده کړې؛ د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونه زمونږ له لومړیتوبونو څخه ده او مونږ په افغانستان کې ډېره زیاته بشري قوه لرو، چې د ظرفیت لوړونې لپاره یې باید کار وشي.
همدارنګه په افغانستان کې د چین سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ اړینې وبللې او د روغتیا په برخه کې یې د دغه هېواد پر همکاریو ټینګار څرګند کړ.