تازه خبرونه
چین او افغانستان د سولې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر له خپل چینایي سیال سره د افغانستان د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړېو چې حنیف اتمر د پنجشنبې پر ورځ د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره تیلیفوني خبرې اترې کړې دي.
د د غه وزارت د څرګندونو له مخې؛ حنیف اتمر له خپل سیال وانګ یي سره د خبرو په بهیر کې د اقتصادي همکاریو، سیمه ییزو اړیکو او له حکومت سره د سولې د بهیر پر وروستيو پرمختګونو خبرې کړې دي.
دغه راز ویل شوي، چې دواړو لوریو د سیمه ییزې همکارۍ د دوام، په افغانستان کې د سولې د خبرو د هوکړې، د تاوتریخوالي کمولو، اوربند رامنځته کولو او د حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې په اړه غږیدلي دي.
4/8 opportunities for strengthening bilateral economic cooperation including potential electricity and infrastructure development programs; regional connectivity; and the expansion of trade between Afghanistan, China, Pakistan and Central Asia.
— MFA Afghanistan 🇦🇫 (@mfa_afghanistan) August 20, 2020
حنیف اتمر د افغانستان د سولې په خبرو کې د چین پر هڅو او سیمه ییزې اجماع ټینګار کړی دی.
ښاغلي اتمر ویلي، چې دواړه هېوادونه باید د عینک د مسو کان د پروژې، د اقتصادي همکارۍ د پیاوړي کولو د فرصتونو، د افغانستان، چین، پاکستان او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړوند برخو کې خپلې همکارۍ پراخې او چټکې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې ویلي؛ د پاتې طالب بندیانو د خوشې کیدو په اړه د فرانسې، آسترالیا او افغان حکومت مخالفت باید د خپلمنځي خبرو مخه ونه نیسي او د افغانانو تر منځ دې نه یوازې دغه خبرې ژر پیل شي، بلکې روانه جګړه دې هم ودریږي.
