تازه خبرونه

چین او افغانستان د چینایي وګړیو پر امنیت خوندي کولو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۴۰۱)

د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د چین د نوي کال په مناسبت په افغانستان کې د چینایي اتباعو او بنسټونو د خوندیتوب لپاره ټینګې هڅې وکړي.

د چین سي جي تي اين یا CGTN خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ کین ګانګ دا څرګندونې د شنبې پر ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په تیلیفوني خبرو کې کړې دي.

سي جي تي اين په ډاګه کړې، چې چين له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب، دوستۍ او همکارۍ پراختيا ته ډېر اهميت ورکوي او د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري.

نوموړي ويلي، چين له افغانستان سره د پراخ بنسټه او ټولګډونه سياسي جوړښت د رامنځته کولو، د کورنيو او بهرنيو سياستونو د منځګړيتوب، د هر ډول تروريستي قوتونو پر وړاندې د مبارزې او له نورو هېوادونو په تېره بيا له ګاونډيانو سره د دوستانه اړيکو د ټينګښت له هڅو ملاتړ کوي.

کین ګانګ دا هم څرګنده کړې، چې په مناسب وخت کې به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران مخامخ لیدنه وکړي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ مولوي متقي په نړیوالو او سیمه ییزو چارو کې د چین له اړینو هڅو ترسره کولو هرکلی کړی او له چین سره یې د اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ته چمتووالی څرګند کړ.

هغه دا هم وویل، چې اسلامي امارت به په افغانستان کې د چینایانو او موسسو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

اسلامي امارت ټینګار کړی، چې چین هم په نړیوال سیاست کې او هم د افغان حکومت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او افغانستان پر واحد چین باور لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې تل د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو د پرمختګ لپاره هڅې کړي او د افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت، دیني او فرهنګي ارزښتونو ته درناوی کوي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو نوي وزیر کین ګانګ د دواړو هېوادونو پردوه اړخیزو دیپلوماتیکو اړیکو، ګډې سوداګرۍ او په افغانستان کې د چین پانګونې، امنيت او ثبات په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.

متقي په افغانستان کې د چينايي اتباعو او شرکتونو پر خونديتوب هم ټينګار وکړ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير چينايي لوري ته د سيمې د امنيت او ثبات لپاره د هڅو ډاډ ورکړ او څرګندوي؛ هیڅ ډلې او يا فرد ته به اجازه ورنه‌کړي، چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرخلاف وکاروي.

دغه راز متقي د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې نوموړی پانګونې ته وهڅاوه او غوښتنه وشوه، چې له افغان بزګرانو سره مرستې ته راودانګي.

د بهرنیو چارو وزارت د کين ګانګ د څرګندونو له مخې ویلي، چې چین به د افغانستان له حکومت سره خپلې اقتصادي او انکشافي اړیکې روانې وساتي او دغه راز یې کرنيز سکتور د همکاريو ښه ساحه یاده کړه.

افغان لوري ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې د آمو نفتي حوزې قرارداد لاسلیک شوی، چې په اړیکو کې یې یو مهم پرمختګ دی او د دواړو هېوادونو له سوداګریزو اړیکو سره ډېره هم مرسته کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف ادعا کړې، چې امریکا د اسلامي امارت له وسله‌والو مخالفانو سره اړیکې لري او په پټه د داعش ملاتړ کوي. داعش نه یوازې په منځنۍ آسیا او د افغانستان په نورو ګاونډ هېوادونو کې د روسیې د متحدینو د ثبات پر ضد دي، بلکې د روسیې د امنیت پر ضد هم هڅې کوي.

Trending

Exit mobile version