تازه خبرونه

چین او تاجکستان له افغانستان سره په پوله پوځي خوزښتونه لري

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۶, ۱۳۹۹)

په بدخشان کې افغان پوله ساتي ځواکونه په داګه کوي، چې چین او تاکجستان هېوادونه د سولې له احتمالي هوکړې وروسته د داعش ډلې پر پیاوړتیا اندېښمن شوي دي.

د ملي اردو په چورلکه کې، چې د بدخشان واخان سیمې ته ولاړو او له چین او تاجکستان سره مو پوله ولېده؛ معلومه شوه، چې تاجکستان له افغانستان سره په سرحدي سیمه کې خپلې پوستې ډېرې کړې دي.

دا موضوع امنیتي سرچینو هم منلې ده.

په بدخشان کې د پوله ساتو ځواکونو سرتېری اسامه وردوجي ویلي؛ له خپلو څلور سوه همکارانو سره د اوږدې پولې د امنیت ساتنې مسوولیت لري؛ خو افغان ځواکونه د پوځي تجهیزاتو له کمي سره مخ دي او تشکیل یې هم لږ دی.

په همدې توګه چین، چې له افغانستان سره یې پر ګډه بوله د غرنۍ لوا د جوړېدو غوښتنه کړې وه؛ د امنیتي سرچینو پر وینا، د امریکا د مخالفت له کبله دا کار ندی شوی.

د بدخشان والي ذکریا سودا هم په دې ولایت کې د بهرنیو جنګیالیو پر ځانګړې توګه د تاجکستان د انصارالله ډلې پر شتون اندېښنه لري.

دا مهال چین، افغانستان او تاجکستان د ۱۵۰ ځواکونو په شتون کې ګډه قومنداني لري، چې مالي لګښت یې چین پر غاړه اخیستی او دوی د سرحدي ګواښونو په کابو کولو کې په ګډه کار کوي.

Trending

Exit mobile version