تازه خبرونه

چین او د منځنۍ آسیا هېوادونو د افغانستان له خلکو ملاتړ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳۰, ۱۴۰۰)

د فکر خونې تر سرلیک لاندې د چین په پلازمېنه کې د جوړې شوې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کیدو پر مخنیوی ټینګار څرګند کړی دی.

په افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي کړکېچ د مخنیوي لپاره د نړۍ هېوادونو د هڅو په لړ کې د چین پر کوربتوب د مرکزي آسیا ۵ غړیو هېوادونو د افغانستان پر روان وضعیت بحث او خپلې اندېښنې په ډاګه کړې دي.

د دغې ناستې ګډونوالو ويلي؛ چین او د مرکزي آسیا هېوادونه باید په افغانستان کې د روان وضعیت د کابو کولو په اړه فعاله ونډه واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال څرګنده کړې، چې پوځي لاسوهنې په افغانستان کې د ناورین رامنځته کیدو لامل کیږي او باید ورڅخه ډډه وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لیو چینګ وایي: چین د یوه ګاونډ په توګه له افغانستان سره د کرونا د مخنیوي او بېړنیو بشري مرستو د ترسره کولو په برخه کې فعال دی او خپلې هڅې يې زیاتې کړي او غواړي، چې له افغانستان سره د بشري او بېړنیو مرستو کچه دوه سوه میلیون ایوان ته لوړه کړي.

امنیتي ستونزې او له افغانستان سره بشري مرستې د یادې ناستې مهم ټکي دي.

د قزاقستان ولسمشر سلاکار ارلان کارین ویلي: قزاقستان په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه لري. د قزاقستان ولسمشر له دې مخکې ویلي وه، چې افغانستان باید په دغه ډول شرایطو کې یوازې پرینښودل شي او ورسره بشري مرستې وشي.

د روسیې، ختیځې آروپا او مرکزي آسیا د مطالعاتو لپاره د چین د علومو اکاډمۍ مدیر سون ژوانګجي څرګنده کړې؛ د سیمې هېوادونه باید لومړی د امنیتي ګواښونو د حل لپاره سره متحد شي، د انساني بحران او پناه غوښتنې ستونزه دې حل شي؛ ځکه، چې افغانستان ثبات او پراختیا ته اړتیا لري. همهاله باید دغه هېوادونه د سیمه ییزې همکارۍ له لارې د امنیت او ثبات د رامنځته کیدو لپاره هڅې وکړي.

له دې سره همهاله ملي دفاع وزارت په هېواد کې د ترهګریزو ډلو شتون ردوي او د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، چې داعش ډلې ته د یو شمېر هېوادونو لخوا هڅونه روانه ده.

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په ځلونو ډاډ ورکړی، چې خاوره به یې هیڅکله هم د ګاونډ هېوادونو پر ضد ونکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د داعش ډلې وروستیو چاودنو ګاونډ او د مرکزي آسیا هېوادونه اندېښمن کړي او د ځان د خوندیتوب لپاره یې په خپلو پولو کې امنیتي تدابیر او هڅې دېرې کړې دی.

Trending

Exit mobile version