ساینس او ​​ټیکنالوژي

چین او روسیه ممکن په سپوږمۍ کې د اټومي انرژۍ بټۍ جوړه کړي

د ۲۰۲۸ کال د چین د چانګ ای-۸ ماموریت مشر انجنیر پې ژاویو زیاته کړې؛ ” دې اډې ته د انرژۍ رسولو لپاره د سپوږمۍ پر سطحه د لمریزو پیمانو  جوړول اړین دي، چې موخه ترې دې ماموریت ته په سپوږمۍ کې د دایمي اډې جوړول دي.”

Published

on

د چین فضايي چارو یوه چارواکي د چارشنبې پر ورځ (د غویی درېیمه) ویلي، چې د چین او روسیې پر مشرۍ د سپوږمۍ نړیوال څیړنیز سټیشن د جوړولو لپاره لومړنۍ هڅې پیل کړې دي.

د ۲۰۲۸ کال د چین د چانګ ای-۸ ماموریت مشر انجنیر پې ژاویو زیاته کړې؛ ” دې اډې ته د انرژۍ رسولو لپاره د سپوږمۍ پر سطحه د لمریزو پیمانو  جوړول اړین دي، چې موخه ترې دې ماموریت ته په سپوږمۍ کې د دایمي اډې جوړول دي.”

د راپور له مخې؛ د نړۍ دوه‌یم لوی اقتصاد نیت لري، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې یو لوی فضايي ځواک شي او خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته واستوي. د دې کار لپاره د چین مهالوېش د سپوږمۍ لپاره د ناسا له ارټیمیس پروګرام سره همهاله دی.

دغه راز د چین د سپوږمۍ د اکتشاف پروژې مشر ډیزاینر تېر کال ویلي وه، چې د چین او روسیې پر مشرۍ د سپوږمۍ نړیوال څېړنیز سټیشن اساسي ماډل به تر ۲۰۳۵ پورې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې جوړ شي.

د روسیې فضايي ټولنې روسکوسموس تېر کال اعلان کړی؛ دوی پلان لري، چې تر ۲۰۳۵ پورې د چین له ملي فضايي ټولنې سره په همکارۍ د سپوږمۍ پر سطحه یو اټومي ریکټور جوړ کړي، چې د سپوږمۍ د څېړنې سټیشن ته انرژي چمتو کړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د چین د فضايي چارو د یوه چارواکي لخوا د ۱۷ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو ته، چې د سپوږمۍ نړیوال څېړنیز سټیشن په پروژه کې ښکېل دي؛ ښیي، چې چین د دې نظر ملاتړ کوي. که څه هم تر اوسه یې په رسمي ډول ندی افشا کړی.

د چین د سپوږمۍ د اکتشاف پروګرام مشر ډیزاینر وو ویرن د دې ناستې په څنډه کې رویټرز ته وویل: “د سپوږمۍ د نړیوال څېړنیز سټیشن په پروژه کې مهمه مسله د انرژۍ رسول دي. په دې برخه کې روسیه طبیعي ګټه لري. په ځانګړي توګه د فضايي اټومي انرژۍ د ټکنالوژۍ په برخه کې، چې حتی له امریکا څخه مخکې دی.”

هغه زیاته کړې: “په تېرو وختونو کې د فضايي ریکټرونو په اړه په خبرو اترو کې د ټینګار وړ پرمختګ ندی شوی؛ خو زه هیله لرم، چې دا ځل دواړه هېوادونه سپوږمۍ ته د اټومي انرژۍ کمارخونه واستوي.”

چین ویلي؛ په راتلونکي کې به ۵۵۵ پروژه جوړه کړي، چې ۵۰ هېوادونه، ۵۰۰ نړیوال علمي څېړنیز بنسټونه او ۵۰۰۰ بهرني څېړونکي به د روسیې له ګډ سټیشن سره یوځای شي.

Trending

Exit mobile version