تازه خبرونه

چین او روسیې د افغانستان په تړاو د همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ

دغه خبرپاڼه چین ته د ولادیمیر پوتین د سفر او له شي جین‌پین سره له لیدنې وروسته خپره شوې ده. دواړو هېوادونو ویلي، چې د ترهګرۍ پر ضد د افغانستان له هڅو ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره باید د ګاونډ او سیمې د هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

Published

on

شي جین‌پینګ او ولادمیر پوتین په یوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د همغږۍ او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او خبرداری ورکوي، چې ترهګري اوس هم د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

دغه خبرپاڼه چین ته د ولادیمیر پوتین د سفر او له شي جین‌پین سره له لیدنې وروسته خپره شوې ده. دواړو هېوادونو ویلي، چې د ترهګرۍ پر ضد د افغانستان له هڅو ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره باید د ګاونډ او سیمې د هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې چین او روسیه به د افغانستان په تړاو خپلې دوه‌اړخیزې او څو‌اړخیزې همکارۍ پراخې کړي او د افغانستان اړوند سیمه‌ییزو ډیپلوماټیکو چوکاټونو ملاتړ به روان وساتي.

دواړو هېوادونو د افغانستان د ګاونډ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د «مسکو فارمټ» ناستې، د چین، روسیې، پاکستان او ایران څلوراړخیز میکانېزم او همداراز شانګهای همکاریوټولنې  د افغانستان د مسئلې د سیاسي حل او په دغه هېواد کې د اوږدمهاله ثبات لپاره مهمې لارې بللې دي.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «دواړه لوري د افغانستان د مسئلې د سیاسي حل لپاره د سیمه‌ییزو پلاتفورمونو مثبت او رغنده رول ته ځانګړی ارزښت ورکوي او ملاتړ یې کوي.»

چین او روسیې خبرداری ورکړی، چې ترهګري اوس هم افغانستان او شاوخوا هېوادونه ګواښي او د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې له کابل سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت څو ځله ویلي؛ هیڅ وسله‌والې ډلې ته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د ګاونډ هېوادونو پر ضد کار واخلي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو هېوادونو په افغانستان کې د «تلپاتې سولې او ثبات» د ټینګښت لپاره له ګډو هڅو ملاتړ کړی او د امنیتي ننګونو پر وړاندې یې د سیمه‌ییزې همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

افغانستان د چین او روسیې خبرپاڼې یوه پراخه برخه وه، چې په کې سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي همکارۍ، یو‌اړخیز بندیزونه او د منځني ختیځ، اوکراین او کوریا ټاپووزمې بدلونونه د ټینګار وړ ول.

په خبرپاڼه کې دواړو هېوادونو پر ایران د امریکا او اسرائیلو پوځي بریدونه د نړیوالو قوانینو او د نړیوالو اړیکو د بنسټیزو اصولو خلاف بللي او ویلي یې دي، چې دغو بریدونو د منځني ختیځ ثبات سخت زیانمن کړی دی.

چین او روسیې ټینګار کړی؛ ښکېل لوري باید ژر تر ژره خبرو او مذاکراتو ته بېرته راوګرځي، چې د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیول شي.

هغوی له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې بې‌طرفه او عادلانه دریځ غوره کړي او د کړکېچونو د کمولو او د نړیوالو اړیکو د بنسټیزو اصولو د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

دغه راز دواړو هېوادونو په غزه کې د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدام کولی شي د اوږدمهاله ثبات او د بشري مرستو د بې‌خنډه رسېدو زمینه برابره کړي.

چین او روسیې د نړیوالو قوانینو او د دوه دولتونو د حللارې پر بنسټ د فلسطین د مسئلې پر عادلانه او دایمي حل ټینګار کړی او د داسې خپلواک، سوکاله او بشپړ ځمکني بشپړتیا لرونکي فلسطیني دولت غوښتنه یې کړې، چې له اسرائیلو سره په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

Trending

Exit mobile version