تازه خبرونه

چین او پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات له پاره د ګډ کارهوکړه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت یوه اعلامیه وايي، د پاکستان د لومړي وزیرد بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز او د چين د بهرنو چارو وزير وانګ ژي هوکړه کړې، چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات له پاره ګډ کار کوي.

اعلامیه زیاتوي پاکستان او چين دواړو په دې خبره هوکړه کړی، چې په افغانستان کې به د امن او ثبات له پاره له افغان حکومت سره په ګډه کار کول روان ساتي؛ خو په اعلامیې کې ویل شوي نه دي، چې اسلام آباد او بیجنګ به څه ډول د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي؟

 سرتاج عزیز د آسیايي هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې او زیاتونې تر نامه لاندې په یو کنفرانس کې د ګډون له پاره چین ته تللی، چې د نورو مسایلو تر څنګ په کې د افغانستان پر روانو حالاتو هم خبرې شوې دي.

Trending

Exit mobile version