تازه خبرونه
چین او پاکستان په افغانستان کې د پخلاینې پر هلو خلو ټینګار کړی
چین او پاکستان ویلي؛ باید ټولې اړوند خوا وې هلې ځلې وکړي،چې په افغانستان کې د پخلاینې له پاره مثبت شرایط رامنځته کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هونګ لي دا هم ویلي، چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه همغږوونکې ډله په افغانستان کې د پخلاینې په موخه جوړه شوې او ټولې اړوند خواوې باید په ګډه کار وکړي، چې دې موخې ته ور سېږي .
هونګ لي همداراز ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د تروریزم پر وړاندې او په افغانستان کې د پخلاینې د ملاتړ په اړه د پاکستان هلې ځلې ومني.
دغه رازد پاکستان بهرنیو چارو سلا کار سرتاج عزیز په ډاګه کړې؛ پاکستان اوس هم په دې باور دی، چې د افغانستان د سولې او ټيکاو له پاره څلور هېوادیزې غونډې ښه رول لوبولی شي او له همدې لارې په افغانستان کې ټيکاو راتللی شي.
پاکستان له افغان دولته غوښتنه کړې، چې د همدې څلور هېوادیزو غونډو لړۍ ته دوام ورکړي.
دا خبرې نوموړي تېره ورځ په اسلام آباد کې د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې اوونیزې خبري غونډې ته کړې دي.
اسلام آباد په افغانستان کې د سولې او ټيکاو له پاره یوازنۍ لار د طالبانو او افغان دولت د سولې خبرې دي، چې د څلور هېوادیزو غونډو له لارې شونې ښکاري.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال سوله د افغانانو هیله نومولې او نور نور هېوادونه دې د هغه په وینا په دې اړه خپله رښتیا په ډاګه کړي.