تازه خبرونه

چین او څو نور هېوادونه ښایي له طالبانو سره اړیکې وغزوي ـ جوبایډن

Published

on

له هغې وروسته، چې طالبانو تېره ورځ نوې سرپرسته کابینه اعلان کړه؛ ورسره سم یو لړ نړیوال غبرګونونه هم راپورته شول.

د طالبانو دغه سرپرسته کابینه د تېر حکومت له پاشل کېدو او د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا درې اوونۍ وروسته اعلان شوه، چې له دې سره د نوي نظام د جوړېدو په لار کې اساسي ګام پورته شو؛ خولکه څنګه، چې تمه وه، ټوله کابینه اعلان نشوه او د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو دا پرېکړه له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوه.

امریکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته اوس چمتو نده، چې طالبان پر رسمیت وپېژني؛ خو وایي سپینه ماڼۍ د طالبانو کړنو ته په تمه ده.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې چین او څو نور هېوادونه ښایي له طالبانو سره اړیکه ونیسي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څرګنده کړې؛ د چین تر څنګ به روسیه، ایران او پاکستان هم هڅه وکړي، چې له طالبانو سره همغږۍ ته ورسيږي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د نوې کابینې جوړښت اندېښمن کړي؛ خو قضاوت به پرې د طالبانو د هغو کړنو پر بنسټ وي، چې یوه یې هم په خوندي توګه له افغانستان څخه د بهرنیو وګړیو او د هغوی د همکارانو لپاره د سفر کولو اجازه ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي؛ چین له طالبانو سره رښتیانۍ ستونزې لري؛ نو، ځکه به هغوی هڅه وکړي، چې له طالبانو سره همغږي شي. زه ډاډه یم، چې روسیه او ایران د پوهېدو په حال کې دي، چې اوس څه کار وکړي.

چین بیا د طالبانو لخوا د نوې کابینې له اعلان وروسته ویلي چې د افغانستان له نوي دولت سره به اړیکې وساتي.

چین وايي، چې د طالبانو له حکومت سره کار ته چمتووالی لري.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سفارت به د نوې کابینې له اعلان وروسته خپل کار روان وساتي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ بین وایي: د چین  سفارت په افغانستان کې عادي کار کوي؛ مونږ له نوي حکومت او مشرانو سره یې د اړیکو ټینګولو په حال کې یوو او هیله من یوو، چې د افغانستان دا اداره د ټولو قومونو او لوریو نظرونو ته غوږ کېدي او د خلکو له هیلو او تمو سره همغږی عمل وکړي. مونږ نغوته کوو، چې طالبانو په نوي حکومت کې د ټولو خلکو پر ګډون ټینګار کړی دی.

د چین ګاونډ جاپان هم ډاډ ورکړی، چې له طالبانو سره اړیکې روانې وساتي او د امکان تر بریده د خپلو وګړیو د امنیت خوندي کولو لپاره د افغانستان د حالاتو څارنه کوي.

د جاپان د وزیرانو شورا مشر کاتسونبو کاتو ویلي؛ زه پوهېږم، چې طالبانو د نوي حکومت جوړېدا او د کابینې لنډ مهاله غړي اعلان کړل. جاپان د طالبانو د کړنو د څارنې تر څنګ، له امریکا او نورو اړوند هېوادونو سره هم همکاري روانه ساتي. زمونږ هڅې له طالبانو سره عملي خبري را نغاړي؛ مونږ هڅه کوو، چې د جاپاني وګړیو او سیمه ییزو کارکوونکیو امنیت وساتل شي او دا راز له افغانستان څخه د وتو لپاره لازم ملاتړ رامنځته شي.

د طالبانو لخوا د نوې کابینې له اعلان وروسته اسلام آباد رسمي نظر ندی ورکړی؛ خو په چین کې د پاکستان سفیر معین الحق له طالبانو خپله تمه داسې څرګندوي: د پاکستان دریځ ډېر روښانه دی او اوس مونږ د طالبانو له نوي حکومته تمه لرو، چې له ټولو ګډ‌و ګټو لرونکیو سره همکاري وکړي، چې یو بریالی سیاسي بهیر ولري. داسې حکومت، چې ټول افغانان په کې ځان وویني او د افغانستان د ټولو قومونو ګټې په پام کې ونیول شي.

د کابینې په ۳۳ غړیو کې اوولس یې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي او سراج الدین حقاني ترې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی ټاکل شوی دی.

د طالبانو د فرهنګي جرګه ګۍ غړی انعام الله سمنگاني تمه لري، چې نوی حکومت یې په نړۍ کې پر رسمیت وپېژندل شي او له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې خوندي شي.

د طالبانو یوه غړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لخوا ژمنه شوې پیسې باید د تېر په څېر تر ۲۰۲۴ کاله روانې وساتل شي.

Trending

Exit mobile version