تازه خبرونه
چین بګرام هوای ډګر ته د سرتېرو او کارمندانو پر لیږلو غور کوي
(Last Updated On: وږی ۱۷, ۱۴۰۰)
امريکايي رسنيو څرګنده کړې، چې چين په افغانستان کې د بګرام هوايي ډګر ته د سرتېرو، کارکوونکیو او د پانګونې د نورو استازیو پر لېږلو غور کوي.
چینایي رسنیو د ناڅرګندو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې په راتلونکیو دوه کلونو کې یې د بالقوه میشتېدنې په اړه بحث روان دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ دا تور رد کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین وایي: هغه څه، چې زه یې ویلای شم؛ دا دي، چې دا ادعا له سره دروغ ده .
د بګرام هوايي اډه لومړی د شوروي د لس کلن اشغال پر مهال جوړه شوه او بیا وروسته د امریکایانو لخوا ۲۰ کاله وکارول شوه.