نړۍ
چین ته د ټرمپ سفر؛ شي جینپینګ له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پرمختګ په اړه خبر ورکړ
شي جینپینګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ باثباته اړیکې د نړۍ پر ګټه دي او د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ همکاري کولی شي د دواړو لوریو لپاره ګډې ګټې ولري.
د چین ولسمشر شي جینپینګ د امریکا له ولسمشرډونالډ ټرمپ سره په بیجینګ کې د دوه ورځنۍ غونډې له پیل سره هممهاله څرګنده کړې، چې دواړو لوریو په سوداګریزو خبرو اترو کې مثبت پرمختګونه کړي دي.
شي جینپینګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ باثباته اړیکې د نړۍ پر ګټه دي او د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ همکاري کولی شي د دواړو لوریو لپاره ګډې ګټې ولري.
د چین دولتي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو کاري ډلو لومړنیو خبرو «متوازنې او مثبتې» پایلې لرلې دي. ویل کېږي، چې د دغو خبرو موخه د سوداګریز اوربند ساتل او د نورو اقتصادي همکاریو لپاره زمینه برابرول دي.
ټرمپ هم په دې لیدنه کې د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو له ښهکېدا هرکلی وکړ او څرګندوي، دواړه هېوادونه کولی شي د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پراخه همکاري ولري.
په دې ناسته کې د سوداګرۍ ترڅنګ د ایران، تایوان او د ټکنالوژۍ په اړه د همکاریو په څېر مهم موضوعات هم تر بحث لاندې نیول شوي دي.
ټرمپ هڅه کوي، چین وهڅوي، چې د ایران د کړکېچ په پای ته رسولو کې مرسته وکړي؛ خو شنونکي وایي، بیجینګ ښایي پر تهران د جدي فشار له راوستلو ډډه وکړي.
دغه راز د تایوان مسئله هم د دې غونډې له حساسو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. چین یو ځل بیا تایوان ته د امریکايي وسلو له پلور سره خپل سخت مخالفت څرګند کړی او دا یې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.
کارپوهان باور لري، چې په نړیوالو معادلو کې د چین دریځ د پخوا پر پرتله پیاوړی شوی او اوس د واشنګټن او بیجینګ اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې سیالي او همکاري په یو وخت کې مدیریت کړي.