تازه خبرونه
چین خپله تیانوین-۱ نومې سپوږمکۍ په بریالیتوب مریخ ته وتوغوله
چین د پنجشنبې پر سهار د مریخ پر لوري خپل تیانوین – ۱ نومی ماموریت بریالی پیل کړ.
مریخ ته په دې ماموریت کې تلونکې، راتونکې او ګرځیدونکې درې واړه مله د چین د هاینان ټاپو د ونچانګ د سپوږمکیو له مرکزه د “Long March 5” توغندي پر مټ وتوغول شول.
دا د چین لومړنی بشپړ هېوادنی او خپلواک ماموریت دی، چې وروسته له څو کلونو تر سره کیږي.
دغه هېواد په ۲۰۱۱ کال کې مریخ ته د “ینګهو – ۱ نومې سپوږمکۍ د توغولو هڅه وکړه؛ خو پایله یې بریالۍ نه وه او د ځمکې په هوا کې ونښته.
تمه ده، چې تیانوین-۱ د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په فبرورۍ کې د لمریز نظام مریخ ستوري ته ورسیږي.
که د تیانوین -۱ (له جنت څخه پوښتنې) لومړنی سفر مریخ ته بریالی شي؛ نو دا به تلونکې، راتلونکې او ګرځیدونکې سپوږمکۍ بشپړ ماموریت وي.
تیانوین ـ ۱ به د پلان له مخې کله، چې تلونکې دوه یا درې میاشتې وروسته د مریخ پر سطحه کیناسته؛ نو سپوږمکۍ به خپل ۹۰ ورځنی ماموریت پیل کړي.
دغه سپوږمکۍ په داسې حال کې د مریخ پر لوري روانه شوې، چې څو ورځې مخکې متحده عربي اماراتو هم مریخ ته امید نومې سپومکۍ د څېړنو لپاره لیږلې ده.