تازه خبرونه

چین دې د افغانستان د سولې او ثبات او اقتصادي پیاوړتیا له پاره ډاډمنې هڅې وکړي- کري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امریکا له چین څخه وغوښتل، چې د سیمې په ځانگړي توگه د افغانستان د سولې او ثبات او اقتصادي پیاوړتیا ډاډمنې هڅې تر سره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري دا غوښتنه د امریکا، چین او افغانستان په درې اړخیزه ناسته کې بینجینگ ته وړاندې کړه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې څرگند کړ، چې د افغانستان د امنیت او پرمختگ له پاره به له نړیوالې ټولنې سره گډ کار کوي.

دغه راز د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، چې د سیمې هېوادونه په ځانگړي توگه پاکستان کولی شي د افغانستان د امنیت له پاره ډاډمنې هڅې تر سره کړي.

دا ځل نړیواله ټولنه په ځانگړي توگه امریکا، چین هڅوي، چې د افغانستان په ثبات او اقتصادي وده کې ځان ورښکېل کړي او ان په دغه برخه کې د رهبرې رول ولوبوي.

په نیویارک کې د چین، افغانستان او امریکا په گډه درې اړخیزه غونډه کې د امریکا د بهرنیو وزیر جان کري ویلي، چې نړیواله ټولنه لاهم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکويگ خو ټينگار یې کړی، چې چین کولی شي په دغه برخه کې مخکښ رول ولوبوي.

جان کري وایيگ فکر کوم دا به مناسبه وي، چې ووایم نړۍ ته متوجه شوی گواښ د چین په واسطه له منځه تلای شي. مونږ په ځانگړي توگه چین ته؛ ځکه هرکلی وایو، چې د افغانستان شمالي گاونډ دی.

په دغه غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سر تاج عزیز، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم گډون درلود.

جان کري زیاتوي، اداري فساد او سخت دریځي ډلې اوس هم د افغانستان له پاره گواښ گڼي او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې افغانستان ته جدي پام وکړي.

د چين د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي وایي، افغانستان د آسیا په زړه کې پروت دی او اوس زمینه برابره ده، چې په دغه هېواد کې ثبات او سوله راشي او اقتصادي پرمختگ گړندی شي. د هغه په باور، جگړو او تاوتریخوالو افغانان سخت کړولي او دوامدارې سولې ته اړتیا لري.

د وانگ یی په وینا؛ مهمه دا ده، چې د افغانستان په اقتصاد او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راشي. شرایط باید داسې برابر شي، چې سوله په کې ټينگه شي. اقتصادي مسایل په ثبات کې مهم رول لري. دا د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی، چې له افغانستان سره په سوله ،ثبات او اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي. وسلوال طالبان او افغان حکومت دواړه سوله غواړي، چې باید دغه پروسه چټکه شي. چین له دغه بهیره ملاتړ کوي.

ښاغلي یی پاکستان ته نغوته وکړه او زیاته یې کړه، چې په کار ده د افغانستان او پاکستان اړیکي ښې شي.

د افغانستان اجرائيه رییس داکتر عبدالله عبدالله په نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې د افغانستان په اړه رښتوني ديپلوماسي غوره کړي، چې دغه هېواد په سمه خوا روان شي.

ده ټينگار وکړ، چې د سیمې هېوادونه په ځانگړې توگه پاکستان باید د ترهگرۍ او افراطیت مخه ونیسي.

داکتر عبدالله عبدالله وایي؛ زما باور دا دی، چې که افغانان او گاونډ هېوادونه په ځانگړي توگه پاکستان وغواړي په ښه توگه د ترهگرۍ خلاف مبارزه کولی شي. دوی باید له مشروع حکومت څخه ملاتړ وکړي، چې د سخت دریځو لخوا له گواښ سره مخ دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د دسمبر میاشتې په وروستیو کې به اسلام اباد د آسیا زړه هیوادونه د کنفرانس کوربه وي او هلته به له گډنوالو وغوښتل شي، چې له تروریزم سره د مبارزې له پاره منظمه تگلاره جوړه کړي.

چین د خپلې اقتصادي وړتیا او په پاکستان د خپل نفوذ له مخې کولی شي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول و لوبوي.

د شریف حسنیار گزارش.

 

Trending

Exit mobile version