لوبی
چین د آسیا جام کوربتوب رد کړ
د آسیا فوټبال کنفډراسیون څرګنده کړې، چې د چین فوټبال ټولنه به د ۲۰۲۳ آسیا جام سیالیو کوربتوب ونکړي.
ټاکل شوې وه، چې د چین ۱۰ ښارونه د ۱۴۰۲ لمریز کال د غبرګولي له ۲۶ څخه د چنګاښ تر ۲۵ د ۲۴ شته لوبډلو کوربه وي.
چین له دې کوربتوبه د ډډې کولو علت د کرونا ویروس پراختیا بولي.
د آسیا کنفډراسیون به په راتلونکیو ورځو کې د دغو سیالیو د کوربه هېواد نوم په ډاګه کړي.
په دې وروستیو اوونیو کې دغه هېواد د کرونا ویروس د خپریدو له امله د ۲۰۲۲ کال آسیایي لوبې او د محصلینو نړیوال جام سیالۍ د یو کال لپاره وځنډولې؛ خو دا ځل چینایانو د ملتونو جام سیالیو کوربتوب په بشپړ ډول رد کړی دی.
په نړۍ کې د کرونا ويروس د خپرېدو له پيل راپدیخوا چينایي لوبډلو او ورزشکارانو په ډېرو سياليو کې پر ګډون بندیز لګولی دی.
دغه هېواد د ۲۰۲۲ کال د ژمنيو المپيک لوبو کوربتوب تر ډېرسخت کنټرول لاندې کړی و؛ خو له هغه وخت راپدیخوا د کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په ډراماټیک ډول ډېر شوی دی.