تازه خبرونه
چین د افغانستان دفاع وزارت ته ترانسپورتي الوتکې ورکوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
چین د افغانستان له دفاع وزارت سره د ترانسپورتي الوتکو مرسته کوي.
د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې،چې چین به ډېر دوه ترانسپورتي الوتکې د دوی په واک ورکړي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وایي، که څه هم د چین له لوري مرسته کیدونکې الوتکې پوځي نه دي؛خو دوی به د لېږد رالېږد په برخه کې ترې بشپړه ګټه واخلي.
نوموړی زیاتوي،چې چین د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د مرستو د دوام ژمنه هم کړې ده.