تازه خبرونه

چین د افغانستان سولې او ثبات ته سیمه ییزه ناسته جوړوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۷, ۱۴۰۰)

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ چین د افغانستان د تلپاتې ثبات او امنیت لپاره د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمې غونډې ته چمتووالی نیسي.

د سينهوا د څرګندونو له مخې؛ وانګ يوې خبري غونډې ته په ډاګه کړې؛ امريکا له افغانستان څخه بې مسوولیته وتلې، افغان ولس يې په بشري ناورين کې پرې ايښی او د سيمې ثبات ته يې سترې امنيتي ننګونې رامنځته کړې دي.

وانګ یي زیاته کړې؛ دمګړۍ افغانستان ته مو لومړيتوب د بشردوستانه مرستو برابرول دي.

وانګ يي، د چين د خلکو ملي ګوند په دیارلسمه غونډه کې پر افغان شتمنيو د لګول شوي بنديز د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه وکړه او د بایډن له حکومته یې وغوښتل، چې د افغانانو د شتمنیو د خوشې کولو لپاره دې خپله یوه اړخیزه پرېکړه بېرته واخلي.

Trending

Exit mobile version