تازه خبرونه

چین د افغانستان پر دوه‌یم ستر سوداګریز ونډوال بدلیږي

Published

on

له افغانستان سره د چین سوداګرۍ چټکه وده کړې او ښايي په ۲۰۲۳ ز. کال کې له پاکستان وروسته دوه‌یم لوی سوداګریز هېواد شي.

د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخیدو او د چین د یو کمربند او یوې لارې په نوښت کې د دغه هېواد د یوځای کیدو د امکان له پیاوړتیا سره هم مهاله د ورېښمو لار په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې چین به له ۲۰۲۳ کال وروسته د افغانستان دوه‌یم سوداګریز شریک شي.

د چین د ګمرکونو د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۲ ږ. کال په دسمبر کې چین له افغانستان څخه د ۹.۰۹ میلیون ډالرو پر ارزښت توکي وارد کړل او د ۵۹ میلیون دالرو پر ارزښت توکي یې صادر کړي، چې په پایله کې یې د چین لپاره د سوداګرۍ بیلانس ۴۹.۹ میلیونه دالره و.

که دا ارقام د ۲۰۲۳ د اوسط په توګه اټکل شي؛ نو دا به د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ۸۱۶ میلیون دالرو ته ورسوي.

د پاکستان د دولتي بانک د څرګندونو له مخې؛ پاکستان، چې دمګړۍ د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی؛ په ۲۰۲۲ ږ. کال کې یې دوه اړخیزه سوداګري ۱.۵۱۳ میلیارد دالره وه.

د هند د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې: هند، چې په دوه‌یم ځای کې دی؛ تېر کال یې له افغانستان سره ۵۴۵ میلیون دالر دوه اړخیزه سوداګري لرله.

د ۲۰۲۱ کال له دسمبر څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د چين صادرات ۵۶.۴ سلنه زيات شوي؛ خو واردات یې لږ څه له ۱ سلنې کم شوي دي. د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې له افغانستان څخه چین ته تر ټولو لوړ صادرات مالوچ، وړۍ، نیمه قیمتي ډبرې، وچې مېوې او  سابه ول.

له بلې خوا په دې وخت کې افغانستان ته د چین مصنوعي فایبر، د پنبې فابریکې، تایرونه، مصنوعي رختونه او نور بېلابېل توکي رالېږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version