تازه خبرونه
چین د افغانستان په کانونو کې له خپلو لیوالو پانګوالو څخه د جواز غوښتنه کړې
رویټرز راپور ورکړ، چې په افغانستان کې د چین سفارت د جمعې پر ورځ د لیندۍ ۲۶ خپلو شرکتونو او پانګوالو ته خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد په کانونو کې دې له خپلسرې پانګونې ډډه وکړی او په دې اړه دې جوازونه تر لاسه کړي.
دغې سرچینې د چین سفارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د استخراج او کېنړنې د جواز ورکولو لپاره خورا سخت معیارونه وضع کړي دي. دغه راز سفارت خبرداری ورکړی، چې هغه شرکتونه او پانګوال، چې له اجازې پرته دا کار کوي؛ د نیولو له خطر سره به مخ شي.
د چین سفارت زیاته کړې، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له جواز پرته د ډېرو بهرنیو کان کېندونکيو د نیولو پېښې رامنځته شوې دي.
له دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې تېره میاشت د یو شمېر چینايي شرکتونو استازي افغانستان ته د لیټیم د احتمالي پروژو د کتنې لپاره پر ځانګړیو ویزو دې هېواد ته سفر کړی دی.
د یادونې ده، چې چین په نړۍ کې د کاني توکو تر ټولو لوی مصرفوونکی هېواد دی او د افغانستان په ګډون یې د نړۍ د ډېرو هېوادونو د کانونو پر زېرمو پانګونه کړې ده.