نړۍ
چین د تایوان په شاوخوا کې پوځي روزنیزه ننداره روانه ساتلې
د چین پوځ د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د تایوان په شاوخوا سمندري او هوایي روزنیزه ننداره روانه ساتلې ده.
رویترز راپور ورکړی، چې د چین د خلکو د آزادۍ اردو ختیځ تیاتر قومندې په ټولنیزو رسنیو کې څرګنده کړې، چې دوی به د اوبتل ضد او سمندري بریدونو د ترسره کولو روزنه وویني.
تېره اوونۍ تایوان ته د امریکا د ولسي جرګې د مشرې نانسي پلوسي له سفر وروسته د چین پوځ دغه تاپو ته نږدې په اړوند سیمو کې د سمندري او هوایي ځواک بې سارې روزنیزې هڅې ترسره کړې دي.
