ساینس او ​​ټیکنالوژي

چین د فضایي سټیشن د جوړولو لپاره د کاري ډلې یو بل ماموریت پیلوي

Published

on

چین به د یکشنبې پر ورځ په یوه فضايي بېړۍ کې د نیمګړي فضایي سټیشن د رغولو لپاره یوه بله درې کسیزه شپږمیاشتنۍ کاري ډله د وروستیو پرمختګونو د ترسره کولو لپاره وتوغوي.

د چین د ستورمزلو فضایي ادارې چارواکو ویلي، د یکشنبې پر ورځ به په شمال لویدیځ ولایت ګانسو کې له ځايي وخت سره سم د سهار پر ۱۰:۴۴ دقیقو له شینژو-۱۴ فضايي مرکز څخه جیوکوان نومې سپوږمکۍ د لانګ مارچ- اف ۲ نومی توغندي پر مټ وتوغول شي.

د دغه ماموریت قومندان چن دونګ به له لیو یانګ او کای ژوژ سره په شینزو یا الهي بېړۍ کې سپاره وي.

د ادارې یوه چارواکي لین ژیکیانګ ویلي: د توغولو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

شینزو – ۱۴ به د ۴ ستورمزلو درېیم ماموریت او له ټولو ۱۱ ماموریتونو څخه اووم هغه وي، چې د کال تر پایه د فضایي سټیشن د بشپړولو لپاره په پام کې یول شوي دي.

چین د ۲۰۲۱ په اپریل کې د خپل درېیم ماډل فضایي سټیشن جوړول د تیاني پر مټ پیل او وتوغاوه.

تیانه د میټرو بس څخه یو څه لوی دی، چې د ټي بڼه لرونکي فضایي سټیشن له بشپړیدو وروسته به د ستورمزلو د لیدو لپاره د اوسیدو ځای وي.

دا فضایي سټیشن به یوه  لسیزه عمر ولري او له ۱۸۰ ټنه وزن سره به د روسیې له میر نومي سټیشن څخه لږ څه دروند وي او د نړیوال فضایي سټیشن شاوخوا ۲۰ سلنه ځای نیسي.

Trending

Exit mobile version