تازه خبرونه
چین د لوړو زدهکړو په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي
په کابل کې د چین سفیر ډاډ څرګند کړی، چې دغه هېواد د لوړو زدهکړو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.
د لوړو زدهګړو وزارت ویلي، چې چین د لوړو زدهکړو په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم هم د چین او له سفیر سره په کتنه کې ویلي، چې دغه هېواد باید له دې وزارت سره د تحصیلي بورسونو په ورکولو کې همکاري وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي ویلي؛ د لوړو زدهکړو وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره د کتنې پر مهال افغان محصلینو ته د زیاتو بورسونو د ورکولو غوښتنه وکړه او د چین سفیر په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د پوهنې وزارت پخواني مرستیال محمد آصف ننګ ویلي؛ حکومت باید په هېواد کې تر بل هر وخته ډېره د زدهکړې زمینه برابره کړي، ځکه د علم له زدهکړې پرته افغانستان وده او پرمختګ نهشي کولی.
د پوهنتون استاده روهیده بدخشي وايي، چې ښځې بايد د پوهې له نعمت بې برخې نهشي، بلکې د هلکانو او نجونو تر منځ تحصلي بورسونه په مساوي توګه په پام کې ونيول شي.
دغه راز د لوړو زدهکړو وزیر په کابل کې د پاکستان له سفيرسره په يوه جلا کتنه کې له نوموړي غوښتي، چې له افغانستان سره د روغتيايي او روغتيايي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
په داسې حال کې، چې د لوړو زدهکړو وزارت د بهرنیو هېوادونو د همکارۍ د جلبولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي؛ خو اوس هم د نجونو او میرمنو د زدهکړو په اړه د لګول شویو محدودیتونو لرې کولو کوم څرک نهلګیږي.