تازه خبرونه

چین د نړۍ ترټولو لوی سمندري ځواک لري او مخ پر پراخیدو هم دی- پنتاګون

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۲, ۱۳۹۹)

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې چین د ۳۵۰ کښتیو او اوبتلونو په لرلو د نړې تر ټولو لوی بحري جنګي ځواک لرونکی هېواد دی.

پنتاګون کانګرس ته په خپل کلني راپور کې د چین د نظامي ځواک په اړه ويلي: د چین د خلکو جمهوریت د نړۍ ترټولو لوی بحري ځواک لري، چې ۳۵۰ کښتۍ، اوبتلونه او ۱۳۰ پراخ سمندري ډګرونه د جنګي ځواک لپاره لري.

پنتاګون غواړي په دې راپور کې خپل سمندري ځواک، چې ۲۹۳ کښتۍ لري؛ له چین سره پرتله او کانګرس ترې خبر کړي.

سربېره پردې د راپور له مخې؛ چین په پام کې لري، چې په راتلونکې لسیزه کې خپلې اتومي خولۍ دوه برابره کړي، چې بالستیک توغندي یې تر امریکا رسولی شي.

د پنتاګون په راپور کې راغلي؛ د چین د اتومي ځواکونو پراختیا او پرمختیا د بیجینګ لخوا د پراخې هڅې یوه برخه ده، چې د وړاندوینو له مخې چین غواړي له امریکا مخکې شي او تر ۲۰۲۴ کاله پورې به د آسیا – آرام سمندر په سیمه کې د واکمن ځواک په توګه له امریکا سره سیالي وکړي.

په راپور کې راغلي چې تمه کیږي په راتلونکیو پېنځه کلونو کې د چین ځمکني اتومي خولۍ لیږدوونکي بالستیک توغندي، چې د امریک د ګواښولو وړتیا هم لري؛ دي د جنګي سرغړونو شمیره په راتلونکو پنځو کلونو کې نږدې ۲۰۰ خولیو ته ورسیږي، چې ۱۰۰ بېلابېل توغندي به یې د لیږدولو وړتیا ولري.

د دې اوونۍ په بهیر کې د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وړاندیز وکړ، چې په بحر الکاہل – هندوستان، آسترالیا او جاپان کې اندي ملګري هېوادونه کولی شي، چې ناتو ته ورته نږدې شي او په اړوند سیمه کې د چین  د موخو مخنیوی وکړي.

د راپور د څرګندونو له مخې، چین خپله دفاعي بودجه زیاته کړې او په ځمکنیو توغندیو او کښتۍ جوړولو کې له امریکا مخکې شوی دی.

Trending

Exit mobile version