تازه خبرونه
چین د واخان دهلیز د فعالولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ
په بیجینګ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ پر دوام، د اقتصاد د پیاوړتیا او د سیمې او ګاونډ هېوادونو سره د مثبتو دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
په بیجینګ کې د اسلامي امارت سفير بلال کريمي د چین بهرنيو چارو وزارت د آسيایي څانګې له مشر ليو جين سونګ سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سیاسي اړيکو پر پراختيا او پياوړتيا خبرې کړې دي.
په بیجینګ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ پر دوام، د اقتصاد د پیاوړتیا او د سیمې او ګاونډ هېوادونو سره د مثبتو دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ سونګ د چين او افغانستان ترمنځ د واخان دهليز د فعالولو په اړه د اسلامي امارت له هڅو قدرداني وکړ او د دغه دهليز د فعالولو لپاره يې د تدريجي ګامونو د پورته کولو لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.
هغه زیاته کړې؛ د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د چین ولسمشر د افغانستان په ګډون د څه نا څه ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفې بښلي، چې دا د افغان سوداګرو لپاره ښه زیری دی.
ویل کیږي، چې د منځنۍ آسيا د تېلو او ګازو شرکتونه به وهڅول شي، چې د آمو سيند د تېلو له سیمې څخه د تېلو د استخراج او د مس عینک پروژې د روانو کارونو د پراختيا او ګړنديتوب لپاره هڅې وکړي.
