کوید۱۹

چین د ژمني المپیک په پرسونل کې د کرونا ویروس له ۳۴ نویو پېښو راپور څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۴۰۰)

د بیجینګ د ۲۰۲۲ کال د ژمنیو لوبو تنظیموونکې کمیټې د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د المپیک په اړوند پرسونل کې لهستانۍ اتلې ناتالیا مالیسژوسکا په ګډون د کرونا ویروس ۳۴ نوې مثبتې پېښې لیدل شوې دي.

پر کرونا ویروس له دغو اخته کسانو څخه ۱۳ لوبغاړي یا د لوبډلو مسوولین دي، چې د شنبې پر ورځ هوایي ډګر ته له رسیدو وروسته مثبت وپېژندل شول. په داسې حال کې، چې د ویروس د مخنیوي لپاره د لوبو ډګر ته تګ راتګ په تړل شوې کړۍ کې تر سره کیږي.

دغه تړل شوې کړۍ د لوبو ګډونوالو ته اجازه ورکوي، چې په رسمي بڼه د استوګنې او د اولمپیک د ټاکلیو ځایونو ترمنځ آزاد تګ راتګ او حرکت وکړي؛ خو دوی اجازه نلري، چې په ښار کې په آزاده توګه وګرزي. د رسنیو او کارمندانو په ګډون د لوبو ټول برخه اخیستونکي هم هره ورځ کتل کیږي.

د پولنډ اولمپیک کمېټې د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې مالیشفسکا اتمه پولنډۍ لوبغاړې ده، چې پر کرونا ویروس اخته شوې او ګوښه استوګنه یې غوره کړې او له خپلو اخته ملګرو ناتالیا چروونکا، ماګدالنا سیشزون و مارک کانیا سکیټرانو سره یوځای کیږي.

د شنبې پر ورځ مالیشفسکا د ۵۰۰ مټره منډه د سیالۍ لپاره د وخت پر وړاندې په سیالۍ کې ده. هغه لوبغاړي، چې پر کرونا اخته دي او هیڅ نښې نلري؛ که په څلیریشت ګړیو کې دوه پرله پسې منفي آزموینې لري له ګوښه کېدنې وتلی شي.

آسټرالیا د یکشنبې پر ورځ د خپلې لوبډلې په ​​غړیو کې د کرونا ویروس مثبته آزموینه اعلان کړه؛ خو دا یې ونه ویل، چې آیا دا لوبغاړي دي او که روزونکي کارمندان.

د بیجینګ لوبو تنظیموونکیو په راتلونکیو ورځو کې له زیاتو قضیو خبرداری ورکړی؛ ځکه، چې چین په پلازمېنه کې محدودیتونه پلي کوي، حرکت محدودوي او له ځایي خلکو سره د لوبو د ګډون کوونکيو د اړیکو مخنیوی کوي.

Trending

Exit mobile version