کوید۱۹
چین د کرونا واکسین ۲.۶ میلیون خوراکه پلي کړي
(Last Updated On: ليندۍ ۲۲, ۱۴۰۰)
د چین روغتیايي چارواکو ويلي، دې هېواد د کرونا ضد واکسین د بهیر له پیل راپدیخوا خپلو وګړیو ته ۲.۶ میلیون خوراکه واکسین ورکړي دي.
د یو شمېر څرګندونو له مخې، په ټول چين کې د کرونا ضد واکسين ۲۶۰۲۷۰۳۰۰۰ خوراکه پیچکاري شوي دي.
یوازې د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د چینایي چارواکو د څرګندونو له مخې، له ۲۲ میلیون ډېرو خلکو ته د واکسین ۵۴ میلیون خوراکه ورکړ شوي دي.
له بلې خوا د نوې کرونا ویروس یا اومیکرون له خپرېدو سره چین غواړي ورسره د واکسینو د ځواکمنۍ بهیر هم پلي او پراخه کړي.
دا هېواد له درې څخه تر ۱۱ کلونو ماشومانو او له ۶۰ کلونو څخه پورته لویانو ته د کرونا ویروس ضد واکسین هم چمتو کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې چین پرون د کرونا ویروس ۴۹ نوې مثبتې پېښې ثبت کړي، چې ورسره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۹۶۷۹ ته رسېدلی، چې ۴۶۳۶ یې مړه شوي دي.