تازه خبرونه

چین د افغانستان او پاکستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازى ټاکلی

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۳۹۸)

د چین د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې چين لیو جیان یې د افغانستان او پاکستان لپاره خپل ځانګړي استازى ټاکلی دی.

لیو په افغانستان، مالیزیا، پاکستان او څو نورو هېوادونو کې د چین د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او له ده مخکې دنګ شي جن د افغانستان او پاکستان لپاره د چین د ځانګړي استازي په توګه دنده تر سره کړې ده.

چين له پاکستان څخه غوښتي، چې افغان پانګوالو ته دې په  ګوادر  بندر کې د سوداګرۍ او ترانزیت اجازه ورکړشي.

چینایي چارواکو له پاکستان سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې د دوی یو کمربند یوه لار د سیمه ییزې نښلیدنې په موخه رامنځته شوې؛ نو ښه به وي، چې په سيپېک کې افغانستان هم ورګډ کړشي.

تېر میلادي کال افغانستان د چین په دې پېنځه میلیارد دالري پروژه کې ورګد کړ شو، چې له مخې یې سوداګر له دې لارې کولی شي خپل سوداګریز توکي نورو هېوادونو ته ولېږدوي

په افغانستان او پاکستان کې د چین سفارت ویلي، چې دمګړۍ افغان سوداګر د ګوادر بندر له لنډې لار څخه خپل توکي لېږدولی او رالېږدولی شي.

Trending

Exit mobile version