تازه خبرونه

چین له اسلامي امارت سره د تعامل ساتلو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۷, ۱۴۰۲)

  پیپلز ډیلي انلاین څرګنده کړې، چې د چارشنبې پر ورځ ( د کب شپاړلسمه ) په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له اسلامي امارت سره اړیکې، ښکېلتیا او تعامل روان وساتي.

ګنګ شوانګ زیاته کړې: نړيواله ټولنه بايد له افغان چارواکو سره د صبر او زغم لار خپله او ورو – ورو له بهرنۍ نړۍ سره د هغوی تفاهم او باور پياوړی کړي او د نړيوالو لېوالتیاوو په ځواب کې بشپړ اغېزمن نوښتونه غوره کړي.

ګینګ وایي: دا مهمه ده، چې د خبرو اترو او تعامل لپاره مناسب شرایط رامنځته شي او پر افغانستان د فرضیو او پروګرامونو له تپلو څخه ډډه وشي.

Trending

Exit mobile version